معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو ولسي خلکو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو ولسي خلکو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو په غزه کې د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه تړانګه کې د اسراییلي اشغالګرو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو بې دفاع ولسي وګړو شمېر له ۲۱ زرو واوښت.

د خبر پر بنسټ، دغو بریدونو له ۵۵ زرو ډېر ولسي کسان ژوبل کړي او په لکونو کورونه یې نړولي دي.

بل لور د حمـ.ـاس جنګیالیو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې غزه کې به د ولسي بې دفاع خلکو د وژلو غچ له اسراییلو څخه اخلي.

دغو جنګیالیو د غزې په څو استقامتونو کې اسراییلي اشغالګر له سخت مقاومت سره مخ کړي دي.

تازه راپورونه وایي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره پر ټېلیفون غږېدلی او غزه کې د منځګړیتوب ګډو هڅو په لړ کې یې دایمي اوربند ته د رسېدو په موخه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس