معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عمران خان او شاه محمود قریشي په لس – لس کاله بند محکوم شول

عمران خان او شاه محمود قریشي په لس – لس کاله بند محکوم شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د دولتي رازونو د افشا په قضیه کې په لس – لس کاله بند محکوم شول.

د دولتي رازونو د افشا په ځانګړې محکمه کې قاضي په اډياله زندان کې د عمران خان او شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د دواړو په حضور کې پرېکړه اورولې ده.

تر دې وړاندې د اسلام آباد سترې محکمې د عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړي وو، چې له مخې یې د حکومت رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

عمران خان ویلي وو، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/ر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس