معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / شمالي وزیرستان کې د پوځ پر مرکز برید کې ۲۴ پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

شمالي وزیرستان کې د پوځ پر مرکز برید کې ۲۴ پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز شوي برید کې اووه پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

دغه برید چې لومړی د موټر بم په کولو سره پیل شو، ترې وروسته پر ځان وژونکو واسکټونو سمبال شپږ تنه پوځي ودانۍ ته په ننوتلو کې له پوځیانو سره لومړی نښته ترسره کړه او بیا یې ځانونو پورې تړل شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنې ورکړې.

د ځایي چارواکو په خبره برید کې د پوځي ودانۍ ډېره برخه نړېدلې ده.

ځایي خلکو ویلي، چې د زورورو چاودنو له امله د دوی د کورونو دروازې لړزېدلي او د کړکیو هیندارې یې ماتې شوي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف دا برید غندلې او د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانو تحـ.ـریک کې د حافظ ګل بهادر ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې ګڼو پوځیانو ته یې په کې مرګ – ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پر حکومتي او پوځي چارواکو باندې دې وروستیو میاشتو کې بریدونه زیات شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس