معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په افغانستان کې ۶ زره روغتیایي کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبره د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې ځینو غړو کړې ده.
کمېټه وايي چې، دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.
د سرچینې په ویناa دوی په دغه هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړي.
سرچینه کاږي چې دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحي توکي برابر کړي دي.
بلخوا هغه روغتیايي کارکوونکي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري معاشونه اخیستي وایي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس