معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زمونږ په ښارونو د سوالګرو هجوم؛ ټولنیزه ستونزه او مافیایي کړۍ!

زمونږ په ښارونو د سوالګرو هجوم؛ ټولنیزه ستونزه او مافیایي کړۍ!

د روانې اونۍ په ترڅ کې د هېواد رسنیو خبر ورکړ چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوه او دغه لړۍ به د دې ولايت په ټولو سيمو کې د ټولو سوالګرو تر ټولولو دوام ولري. مسؤولین همدارنګه پدې تړاو وايي چې ‏د دې کمپاين په ترڅ کې به حرفوي سوالګر له اړمنو وګړو بېل کړای شي او د اړمنو کسانو به د کفالت او د هغوی د ستونزې د هر اړخیز هواري په موخه به هغوی په یوه سيسټم کې شامل کړای شي.
تر دې وړاندې د تېر لمریز کال د مرغومې میاشتې په ترڅ کې د حکومت د سوالګرو د را ټولولو کمېټې په پلازمینه کابل کې اعلان وکړ چې دوی شا او خوا دیرش زره تنه سوالګر د کابل ښار له بېلابېلو برخو او لویو واټونو څخه را ټول کړي دي چې په وینا یې یوازې څلوېښت سلنه یې په رښتیا هم مستحق او پاتې شپېته سلنه یې هغه حرفوي سوالګری دي چې د دې کار تر پردې او پوښښ لاندې خپلې نورې ګڼې موخې لري او هغه مخې ته بیایي.
یوه بله لویه غمېزه پدې ترڅ کې دا هم ده چې د دې راټولو شویو سوالګرو په منځ کې (څه مستحق او محتاج او څه هم حرفوي او مسلکي) یو زیات شمېر کم عمره ماشومان او آن داسې د غېږې ماشومان هم شته چې نه یې د اوس برخلیک معلوم دی او نه یې د سبا په اړه څوک دقیقه وړاندوینه کولای شي.
متأسفانه په افغانستان کې د پرله پسې څو لسیزو جګړو او بدمرغیو زمونږ هېواد او هېواد وال له هره اړخه ځپلي دي، هېواد مو هم له مادي پلوه وران شوی او هم له معنوي اړخه پرله پسې څو لسیزو جګړو او مرګ ژوبلو زمونږ هېوادوال له نیستۍ او غربت سره مخ کړي دي. زمونږ د هېواد په پلازمینه او د لویو ښارونو په بازارونو او لویو لارو کې د ډلې ډلې سوالګرو شتون چې ښځې او ماشومان هم پکې زښت زیات دي، دلته د تېرې شوې سترې غمېزې انځورولي کولای شي.
دې سترې غمېزې ته په کتو او بل خوا په پرله پسې توګه د جګړو د بلو لمبو له امله د نورو ستونزو تر څنګ دلته د سوالګرو او خیرات غوښتونکو د شمېر زیاتوالی ډېره د تعجب او حیرانتیا خبره هم نده او په تېرو په پرله پسې څو لسیزو کې دلته اړمنو کسانو ته د ویش په اړه د نړیوالو مرستندویه هېوادونو او سازمانونو سیاست او کړنلارې هم دې غمېزې ته هوا ورکړې ده.
د مرستو د وېش دغه پالیسۍ او کړنلارې متأسفانه د دې زمینه یې برابره کړه چې د هېواد په لویو ښارونو او لویو لارو کې د سوالګرو شمېر نور هم زیات شي او د دې غمېزې تر څنګ دلته د حاکم پانګه والي نظام له برکته د سوالګرو په نامه د ژوند د نورو ډګرونو په څېر د مافیایي کړیو شتون هم دغې غمېزې ته د هوا ورکولو په لار کې مرسته کړې ده.
د تېرو پرله پسې شلو کلونو په اوږدو کې په هېواد مینو او زړه سوانده اشخاصو او جهتونو په وار وار دا غږ اوچت کړی چې عامو افغانانو ته د دا ډول مرستو وېش، پرته لدې چې عام ولس نور هم سوالګر او مفت خوره عادت کړي، د دوی ستونزه نشي حل کولای او د هېواد په کچه د دې سترې غمېزې مخه نشي نیولای.
ښکاره خبره ده چې امریکایي او اروپایي هېوادونو چې په تېرو دوه لسیزو کې دلته د افغان ولس د مرستې په نامه څه کړي هغې ته یو ځغلند نظر هم د دې لپاره کافي دی چې سړی پوه شي لویدیځوالو دلته په دوو لسیزو کې څه ګلان کرلي او زمونږ له بې وزلي ولس ته یې د مرستو تر نامه لاندې کوم زهر ورکړي دي؟
په زړه پورې یې لا دا ده چې همدا اوس هم چې نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو په افغانستان کې د فقر او غربت د زیاتوالي کومې نارې سورې پیل کړې، د حل لاره یې هماغه بېړنۍ مرستې ګڼې چې په تېرو څو لسیزو کې یې دلته د فقر، نیستۍ او غربت کچه لا زیاته کړه او له کمښت سره یې مرسته ونشوای کړای.
دا چې د افغانستان حکومت اوس د سوالګرو را ټولولو او د هغوی د ثبت او راجستر او آن بایومیټریک کولو لپاره پرورګرام نیولی که په هر څومره وړه کچه هم وي په یقین سره یو نیک ګام دی، تر څو د دې سوالګرو په منځ کې د شته مافیایي کړیو د مداخلې مخه و نیول شي او د کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا ترسره شوې مرستې رښتوني حقدار ته ورسېږي.
خو دې ته ورته بله مهمه او ضروري خبره دا هم ده چې باید د نړیوالو هېوادونو له خوا له افغان بېوزلو وګړو سره مرستې په داسې چارو ولګول شي چې د هغوی راتلونکې سمه شي او پرله پسې څو نسله سوالګرۍ او د پردیو مرستې ته سترګې په لاره پاتې نشي.
دا چاره به لږ ستونزمنه وي خو نا ممکنه نده، کېدای شي د دولت اړوند جهتونه له هغه هېوادنیو خیریه جهتونو سره چې په صادقانه توګه له بېوزلو سره د مرستې هوډ لري پدې اړه ګام پورته کړي او د راتلونکې لپاره د دې غمېزې څخه زمونږ خلک خلاص کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس