معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې او پاکستان تېره ورځ افغان حکومت سره په عملي تعامل ټینګار وکړ

روسیې او پاکستان تېره ورځ افغان حکومت سره په عملي تعامل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنۍ وایي، افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره چې په اسلام آباد کې یې د خپل هېواد د پلاوي مشري کوله، پاکستاني لوري ته افغان چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه معلومات شریک کړل.
رسنیو ویلي، روسیې او پاکستان د دغو دوه اړخیزو خبرو پرمهال له افغان حکومت سره په عملي تعامل ټینګار وکړ.
دوی په دغو خبرو کې وړاندې ویلي، تر هغه چې د افغانستان سرپرست حکومت د مېرمنو د حقونو او همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې نړیوالو اندېښنو ته ځواب نه وي ویلی، حکومت به یې په رسمیت ونه پیژني.
رسنیو زیاته کړې، کابلوف ویلي مسکو به د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي، خو اوسمهال یادې ډلې ته د مشروعیت په ورکولو غور نه کوي.
د روسیې حکومت تر اوسه د دې لیدنې او شویو څرګندونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ضمیر کابلوف تېره ورځ پاکستان ته سفر کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس