معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / روان کال د اسراییلي رژیم ملېشو ۱۱۸ فلسطینیان په ډزو وژلي

روان کال د اسراییلي رژیم ملېشو ۱۱۸ فلسطینیان په ډزو وژلي

کابل/ګهیځ:
نن یکشنبه (د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۲ کال کې د اسراییلي رژیم ملېشو په اشغال شوې لویدیځه څنډه کې ۱۱۸ فلسطیني وګړي په ډزو وژلي دي.
دا خبره د دغه سازمان د بشري حقونو د کمېسیون ویاندې راوینا شمدسانی په جینیوا کې د دملګرو ملتونو اونیزې ناستې ته کړې او ویلي یې دي، چې د وژل شویو له ډلې ۲۸ کوچنیان او ۵ مېرمنې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې په دې وروستیو اونیو کې په لویدځه څنډه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د دوی تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې نږدې هره ورځ اسرایيلي ملېشې د لويديځې څنډې او د بيت المقدس په بېلابېلو سيمو کې د “مطلوب کسانو” د نيولو په پلمه چاپې وهي او له فلسطينيانو سره نښتې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس