معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د څو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د څو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې خصوصي سکتور سره د برېښنا د تولید او ساختماني پروژو په برخه کې د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.

د خبر پر بنسټ، په دې پروژو کې چې تړونونه یې لاسلیک شوي، د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو بند کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه، چې د ۲۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، د ۷۷ ترکي او یوه داخلي شرکت له خوا په ګډه د ۱۸ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کیږي.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، په دې بند کې تولید شوې برېښنا به د لومړيو شلو کلونو لپاره د برېښنا شرکت له لوري پېرل کیږي، چې وروسته به په فعاله بڼه د برېښنا شرکت ته وسپارل شي.

په ورته مهال په هرات کې د هاشمي پله سب سټېشن او د ۴۰ میګاه واټه برېښنا په ظرفیت د دوو نورو ګرځنده سب سټېشنونو د جوړولو پروژه او له نور الجهاد سب سټېشن څخه تر هاشمي پله پورې د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد لین پروژې هم د ۲۴.۵میلیونه ډالرو په لګښت د دوه کورنیو شرکتونو له لوري جوړیږي.

پر دغو پروژو سربیره د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې د یو شمېر نورو ساختماني پروژو تړونونه هم له ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس