معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ګلبدین حکمتیار کور د کابل له دارالامان څخه شهرنو ته ولېږدول شو

د ګلبدین حکمتیار کور د کابل له دارالامان څخه شهرنو ته ولېږدول شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بي بي سي د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کور له دارالامان څخه شهرنو کې یو نوي کور ته لېږدول شوی دی.

تر دې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې ښکته – پورته شوې، چې ګوندې د سرپرست حکومت ځواکونو د نوموړي پر کور چاپه وهلې ده.

یادې رسنۍ ته د حزب اسلامي دوو سرچینو ویلي، له ډېرې مودې راهیسې سرپرست حکومت له حکمتیار څخه غوښتنه کوله، څو دارالامان سیمه کې له هغو کورونو ووځي، چې تېر پرځېدلي جمهوریت ورکړي‌ دي.

د دوی په وینا د سرپرست حکومت د دولتي ځمکو د تصفیې کمېسیون چې مشري یې د عدلیې وزیر کوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګلبدین حکمتیار سره په خبرو بوخت وو، چې‌ دغه کورونه خالي‌ کړي.‌

دغه کمیسیون ويلي‌،‌ هغه کورونه چې حکمتیار په کې له خپلو ساتونکو سره اوسېده او دفتري چارې یې په کې مخ ته وړلې، د دفاع وزارت اړوند دي.

د حزب اسلامي‌‌ سرچینو زیاته کړې، په دې برخه کې له ډېر وخت بحثونو په پایله کې پر دې تفاهم وشو، چې ګلبدین حکمتیار ته په شهر نو کې نوی کور ورکړل شو او هغې نوي کور ته د نوموړي د سامانونو لېږد پیل شو، چې نن سهار رسما د دارالامان یاد کورونه حکومت ته تسلیم شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس