معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کړکېچ ډلې په تدریجي ډول د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې

د کړکېچ ډلې په تدریجي ډول د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د کړکېچ نړیوالې ډلې په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د پانګې کنګل کول دي.
سرچینه کاږي سخته اړتیا لیدل کېږي چې، د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.
دغه راز په راپور کې راځي چې اقتصادي فشارونه د طالبانو چلند نه شي بدلولی او نه هم دا چاره اغېزناکه ده، نو له همدې امله دې امریکا په تدریجي توګه د افغانستان پانګه ازاده کړي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په ازمايښتي ډول ازادې کړي او دلته دې اړمنو افغانانو سره د مرستو لار پرانیزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس