معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي اشغالګرو بمبار له ۷۰ ډېر بې دفاع کسان وژلي

د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي اشغالګرو بمبار له ۷۰ ډېر بې دفاع کسان وژلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د نړیوالو عربي رسنیو د خبر له مخې غزه کې د روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې اسراییلي اشغالګرو د فلسطیني کډوالو پر “المغازي” کمپ بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې له ۷۰ ډېر بې دفاع ولسي کسان وژل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا برید کې درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة ویلي، بمبارۍ کې له ګڼې – ګوڼې ډک یو استوګنیز ځای په نښه شوی، چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي؛ ځکه د دوی په خبره د برید پر مهال ډېری کورنۍ په همدې ځای کې مېشتې وې.

پر غزه د اسراییلي اشغالګرو بریدونو کې تر دا مهاله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او ۵۴ زره نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس