معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو له راتګ سره د ګوزن ضد واکسین کمپاینونه زیات شوي

د کډوالو له راتګ سره د ګوزن ضد واکسین کمپاینونه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۳مه  نېټه):

د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته د تازه راستنېدونکو کډوالو راتګ ښايي د پولیو یا ګوزڼ په زیاتوالي کې هم مستقیمه اغېزه ولري.

د راپور پر بنسټ، خبر پاڼه کې ویل شوي چې د پوليو د له منځه وړلو بېړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو د بېړنۍ طرحې جوړولو خبر ورکړی او په مهمو سیمو او لارو کې اضافي ټیمونه او څارونکي ځای پرځای شوي، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین کړي.

په ورته مهال بیا د ننګرهار ولایت روغتیایي مسوولینو خبر ورکړی، چې دوی په یاد ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو ۱۰ ورځنی کمپاین پیل کړی چې پر مهال به یې په ٢٢ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږي، چې روان کال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس