معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کونړ پر سیند بند او زمونږ د ګاونډي سوي فریادونه!

د کونړ پر سیند بند او زمونږ د ګاونډي سوي فریادونه!

 

له اوږدې مودې راپدېخواه د کونړ پر سیند د افغانستان له لوري د بند جوړولو خبره تکرارېږي، یوې خواته په خواله رسنیو کې پدې اړه د عامو افغانانو خبرې خپریږي چې پدې اړه پرله پسې کمپاینونه کوي او آن په بهر کې میشتو افغانانو او ملي سوداګرو د دې بند د جوړلو لپاره یو مقدار پیسې هم را غونډې کړې او د دې بند د لګښت ورکولو ژمنې تکراروي، بل خوا د افغان حکومت رسمي چارواکو او ویاندویانو هم پدې تړاو د افغان اوسني حکومت د ځینو چارواکو او ویاندویانو خبرې هم په رسنیو کې خپرې شوې دي چې وایي افغان حکومت د امکاناتو د پیدا کېدو په صورت کې خوا مخوا د کونړ پر سیند د بند جوړلو پلان لري. د رسنیو راپورونو له مخې  څو ورځې وړاندې د افغانستان په حکومت کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې “که لاس یې ډک شي او وخت یې راشي، دا کار به ضرور کوي.  د افغان حکومت نوموړي وزیر دا هم ویلي و چې په دې برخه کې له کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نه ویني.

همدارنګه د افغانستان حکومت مرکزي ویاند هم له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و: “بند جوړول د پاکستان لپاره نه دی ولاړ، چې ووایو پاکستان به څه کوي، هغه زموږ خپله خاوره او خپلې اوبه دي چې خپله به یې کنټرولوو.”

همدا خبرې وې چې پاکستان او چارواکي یې سخت وارخطا کړل، تر دې حده چې د دې هېواد د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو صوبایي وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی چې که افغانستان حکومت په یو اړخیزه توګه د کونړ پر سیند د بند جوړولو پرېکړه وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د “دښمنۍ” په معنا وگڼي.

د رسنیزو راپورونو تر مخه اڅکزي په خپله اېکس پاڼه د یوې اوږدې لېکنې په ترڅ کې دا هم ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی او آن دا دعوا یې هم کړې چې د کونړ په سیند کې چې اڅکزی صاحب ورته د “چترال سیند” وایي، پاکستانۍ اوبه بهېږي چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځي.

دا چې د افغانستان په کونړ سیند کې بهیدونکې اوبه له کوم ځای څخه سرچینه اخلي او په رښتیا دا د چترال سیند اوبه دي که نه؟ یو اوږد تخنیکي او تخصصي بحث دی چې شاید پدې ټکو کې یې څېړل ممکن نه وي. دا هم لا څرګنده نده چې د افغانستان اوسني چارواکي به کله او له کومې کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو عملي کارونه پیلوي، خو هغه څه چې د پاکستان د دغه ایالتي وزیر په څرګندو خبرو کې نغښتي داسې څه دي چې د ډېر محدودې اندازې ملي غرور درلودونکی یو افغان یې هم نشي زغملای.

دا خبره اوس له هېچا پټه نده چې د افغانستان په اړه د پاکستان او د هغه هېواد د پوځي او د پوځ تر سیوري لاندې ملکي چارواکو نیتونه او ارادې هېڅکله هم سمې نه وې او نه اوس دي، اسلام آباد له هېڅ هغه افغان چارواکي یا سیاستوال سره د ښو اړیکو زغم نشي درلودای چې په زړه او ذهن کې یې د یوې ذرې په اندازه هم د خپل هېواد او خپل ولس مینه او درد موجود وي یا د خپل هېواد ګټې تر نورو مسایلو ورته لوړې ښکاره شي.

څه موده وړاندې چې کله د پاکستان د پوځ تر سیطرې لاندې د هغه هېواد موقت لومړي وزیر ښاغلي کاکړ په یوه ناڅاپي او انقلابي  فرمان کې د یوه میاشتې په مینځ مینځ کې په هغه هېواد کې هستوګنو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو امر وکړ دلته په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي په خپله یوه ټلویزیوني مرکه کې څرګنده کړې وه چې پاکستاني چارواکو په وار وار له افغانستان څخه د خوش تیپې د کانال د نه جوړولو غوښتنه کړې وه او پرته لدې چې نوموړی افغان مقام پدې اړه نور وضاحت ورکړي له پاکستان څخه یې د افغان ګډوالو بې وخته او جبري ایستل لدې موضوع سره تړلی و.

خو دا ځل د بلوچستان ایالت دغه ایالتي وزیر په څرګندو ټکو او واضح الفاظو خپلې ارادې اظهار کړې او د کونړ د سیند پر اوبو یې خپل حق!!! ثابت کړی دی، دا د اندېښنې وړ خبرونه هم پداسې حال کې خپرېږي چې په پاکستان کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې د غړیو موجودیت او د افغانستان د اوسني حکومت پر خلاف د هغوی د تجهیز او تیارولو راپورنه هم خپاره شوي دي.

دا ټول ښکاروي چې پاکستان تل په سیمه کې د شرارت د یوه محور په توګه تل په سیمه او ګاونډ کې د شر او فساد د یوه لوی محور په توګه نه یوازې د افغانستان لپاره چې د ټولې سیمې لپاره یو لوی شر جوړونکی هېواد دی او هېڅکله نه غواړي په ګاونډ کې یې بل هېواد خوشحاله او سوکاله ژوند ولري. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس