معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالیو لپاره افغان لوبډله د چمتوالي په حال کې ده

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالیو لپاره افغان لوبډله د چمتوالي په حال کې ده

کابل( د تلې ۲۳مه، ګهیځ نیوز):
پداسې حال کې چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبې په اسټرالیا کې د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام لوبې پيل شي، افغان ملي لوبډله چمتوالی نیسي او له دې وروسته به تمریناتي لوبې کوي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې ویل کېږي چې د دې اوونۍ تر اخره به د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شي .
په همدې حال کې د افغان کرېکټ بورډ اداره وایي چې د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لپاره یي مالي ملاتړ کوونکي موندلي دي. د شل اوریز په لومړیو دوو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډله ونه لوبېده له هغه را وروسته یې دې جام ته لار وکړه خو تر دې دمه یې د پام وړ نتیجه نه‌ده ترلاسه کړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې هیله‌مند دی چې سږ کال به په نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وځلېږي.
د اوونۍ تر اخره به د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شي، افغان لوبډله د غوراوي په پړاو کې ده چې دا لوبې راتلونکې اوونۍ شروع کېږي.
د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې سوېلي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي.
تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی.
د برېتانیایي رسنیو په استناد نژدې شپږ پېړۍ مخکې د کرېکټ لوبې د انګلستان په سوېل ختیځ کې پیل شوې. دا لوبې بیا د برېتانیا له امپراتورۍ سره خپرې شوې او د نولسمې پېړۍ په پيل کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له رامځته کېدو سره یې نړیوالې مسابقې شروع شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس