معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کجکي بند د دوهم فاز دوهمې برخې چارې ۱۰ سلنه بشپړې شوي

د کجکي بند د دوهم فاز دوهمې برخې چارې ۱۰ سلنه بشپړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د هلمند ولایت د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د دوهمې برخې چارې چې د خدماتي پرچاوي جوړول، د دروازو نصبول او د اضطراري پرچاوي جوړول په کې شامل دي، ۱۰ سلنه بشپړې شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د دې بند د لومړي او دوهم فاز د چارو په بشپړېدو سره به د یاد بند د اوبو زېرمه کولو وړتیا له یو میلیارد متر مکعب څخه ۲.۰۲ میلیارد متر مکعب ته او د اوبو لګولو وړتیا له ۱۰۰زره هکتارو څخه ۲ لکه ۷۶ زره هکتارو ته لوړه شي.

همدا راز د یاد بند د برېښنا د تولید کچه به هم له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته پورته شي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا څخه برخمن شي.

د کجکي بند د دوهم فاز پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له سترو پروژو څخه ګڼل کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس