معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو سرپرست وزیر د مِس عینک کان د عملي کار د پیل غوښتنه کړې

د کانونو سرپرست وزیر د مِس عینک کان د عملي کار د پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر، د مِس عینک کان د قراردادي شرکت له رییس “سانګ” سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ‏په دې کتنه کې د مِس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

دغه راز د یاد شرکت رییس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي، د پروژې د عملي پیل لپاره یې خپل کاري پلانونه او وړاندیزونه شریک کړي او د وزارت د مشرتاب د لازمو لارښوونو غوښتنه يې کړې ده>

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د قراردادي شرکت د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو وروسته د يادې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکي کې د عملي کار د پیل غوښتنه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس