معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابینې غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تأیید شوه

د کابینې غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تأیید شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د رییس الوزراء په مشري د کابینې په شلمه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تأیید او د اړوند ارګانونو له لوري یې د تطبیق پرېکړه شوې ده.

په غونډه کې له مالدارو سره د مؤسساتو له لوري د شویو مرستو راپور وړاندې شوی او د اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په راتلونکي کې دې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.

د کابینې له لوري د ټرافیکي پېښو مخنیوي طرحه داسې مهال چمتو او تأییدیږي، چې په دې وروستیو کې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو ډېرښت له امله لسګونه خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس