معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل هوايي ډګر؛ ترکیې او قطر یې د چارو سمبالښت لپاره کمپنۍ مشخصې کړې

د کابل هوايي ډګر؛ ترکیې او قطر یې د چارو سمبالښت لپاره کمپنۍ مشخصې کړې

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) په خپرو شو راپورو نو کې راغلي، ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا کمپنۍ به په خپل منځ کې او همدا راز له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.
اردوغان دا هم وویل، که حالات برابر وي، په تېره بیا امنیتي حالات نو دا کمپنۍ به د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو بهیر پر مخ یوسي خو اردوغان د دغو کمپنیو د مشخصاتو او نومونو په اړه څه نه دي ویلي.
اوږده موده وشوه چې د قطر او ترکیې هېوادونو چارواکي د اسلامي امارت له چارواکو سره د کابل د هوايي ډګر د چارو د پرمخ وړلو په تړاو په اړیکه کې دي.
متحده عربي اماراتو هم د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو د تنظیمولو لپاره چمتووالی ښودلی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس