معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان د پوځ لوی درستیز سعودي عربستان ته تللی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سعودي عربستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوي سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد سره یې کتلي دي.

د سعودي عربستان خبري سرچینو ویلي، چې جنرال سید عاصم منیر په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لیدنه ترسره کړې ده.

ریاض ته د جنرال عاصم منیر د نا اعلان شوي سفر د هدف په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو د چارو د څارونکو په وینا له ریاض نه د پاکستان مالي مرستو او د دغه هېواد په مرکزي بانک کې د سعودي عربستان د میلیاردونو ډالرو زېرمو ته په پام، انګېرنې داسې دي چې پاکستان له سعودي عربستان څخه د مالي مرستو دوام ته هیله مند دی.

پاکستان په دې وروستیو کې د سختو اقتصادي ستونزو په منځ کې راګیر دی، چې تازه یې له IMF څخه د نورې قرضې غوښتنه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس