معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان حکومت وایي، بلوچستان کې د ګوادر بندر پر اداري ودانیو وسلوال برید مهار شوی

د پاکستان حکومت وایي، بلوچستان کې د ګوادر بندر پر اداري ودانیو وسلوال برید مهار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې تېر ماښام یې د بندر پر اداري کمپلکس شوی ستر برید تر چاڼیزو عملیاتو وروسته مهار کړی دی.

دغه برید چې پرون مازیګر مهال تر یوه لویې چاودنې وروسته د اتو بریدګرو له لوري پیل شوی و، د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

د ګوادر مرستیال کمېشنر په دې برید کې د بریدګرو د وژل کېدو ترڅنګ د یو لوړ پوړي امنیتي افسر د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د ځایي چارواکو په وینا برید کې نوره مرګ – ژوبله هم اوښتې، خو کره ارقام یې نه دي په ډاګه کړي.

د پاکستان حکومت ډېری وخت د دغه ډول بریدونو د مرګ – ژوبلې شمېره په ځنډ له رسنیو سره شریکوي.

ګوادر بندر هرمز تنګي ته نږدې د عرب سمندرګي د تېلو د بېړیو یوه حیاتي لاره ده.

د بلوڅانو آزادي غوښتونکي پوځ د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دغه برید کې یې د پاکستان استخباراتي تاسیسات په نښه کړي، چې په کې د ISI د څلورو لوړ رتبه غړو د وژل کېدو ترڅنګ یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس