معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د واخان سرک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

د واخان سرک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ويلي، چې د واخان سرک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې به یې هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، اوس مهال هم پر دغه سړک کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مسوولین د یاد سرک جوړېدل د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او زیاتوي چې تر جوړېدو وروسته به له چین سره سوداګري نوره هم پراخه شي.

واخان سړک چې د جوړېدو چارې یې څه موده وړاندې پیل سوې، د بدخشان له فېض اباد ښار څخه د چین تر سرحد واخجیر کوتل پورې د ۴۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي به افغانستان له چين سره وصل کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس