معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د هلمند د اوبو ستونزه؛ هغه چې ایران یې په فشار حلول غواړي!

د هلمند د اوبو ستونزه؛ هغه چې ایران یې په فشار حلول غواړي!

تازه د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي “حسن کاظمي قمي” د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په یوې مرکې کې د هلمند سیند له ګډو اوبو څخه د خپلې حقابې په اړه د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر کارکوونکو نیوکې کړې دي.
“قمي” په دغه مرکه کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر مسؤولینو نیوکه کړې، چې د حقابې یا د اوبو د حق په اړه یې د ایراني چارواکو پر بار_بار غوښتنو سترګې پټې کړي او هېڅ عملي اقدام یې ندی کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و، چې لا یې افغانستان سره د هلمند د سیند د اوبو ستونزه نه ده حل شوې.یاد وزارت دا هم ویلي وو، چې د اوبو د کمښت په اړه ورته د افغان لوري هغه دلایل د منلو نه دي چې دوی ته وړاندې شوي دي.
له ایران سره د هلمند د اوبو په اړه له څو اړخونو اندېښنې شتون لري او دا ستونزه په افغانستان کې د پرله پسې حاکمو جهتونو سره همداسې لانجمنه پاتې ده.
لومړی خو دا چې افغان لوری د اوبو د سم تنظیم په برخه کې ستونزې لري.
د چارو څارونکي په دې باور دي چې افغان لوری د اوبو د نورمال، تر نورمال پورته، سېلابي اوبو او وچکالۍ په کلونو کې خپلې اوبه د کمو امکاناتو له امله داسې نشي تنظیمولی، چې هم داخلي اړتیاوې پوره کړای شي او هم د معاهدې د بشپړ تطبیق په مرحله کې د ایران د اوبو حق تأمین کړي، که څه هم د دې کار لپاره اوس زېربنا لرو، خو له بده مرغه مدیریتي ستونزې یې خنډ دي.
په هلمند سیند کې تېر کال اوبه څومره کمې وې، “سټریم فلو” یا د سیند نورمال جریان هم تر اوسط کچې ښکته و او د اورښتونو سېلابي اوبه هم د جنورۍ میاشتې له لومړیو ورځو پرته، تر جولای میاشت پورې له اوسط اندازې کمې وې
په جنوري میاشت کې په هلمند حوزه کې نسبت نورو حوزو ته ډېر اورښتونه وشول چې په پایله کې کمال خان بند ډک او اوبه له پرچاوۍ څخه د “ګودزرې جهیل” ته لاړې او بیا هلته ضایع شوې.
اوس خبره دا ده چې که د کمال خان ټول کانالونه او پاتې ساختماني کارونه بشپړ شي، افغان لوری بیا کولای شي، چې په یو وخت کې د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ شاوخوا یو میلیارد متر مكعب نورې اوبه د کانالونو له لارې تنظیم کړي.
دا ښکاره ده چې دمګړۍ زموږ ډېرې اوبه له موږ څخه ضایع کېږي او زمونږ په څنګ کې پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې زموږ پر اوبو مزې کوي.
سره له دې چې د هلمند د اوبو یوه اندازه د “لشکري کانال” له لارې زرنج ښار ته هم ځي، خو ډېره برخه یې لا هم ایران لوري ته درومي او ایران ته همدا اوس هم دهغه هېواد تر حق زیاتې اوبه بهیږي خو ایراني چارواکي زموږ د دري ژبو هغه متل په بنیاد لاس او پښې اچوي، چې”بگریش، که نگیرد”.
اوسمهال چې د کجکي بند له لاندې خوا څخه د افغان کروندګرو له مصرفه کومې اوبه پاتې کېږي، له هر ډول اندازې یا بندیز نه پرته ایران ته روانې دي او د افغان ولس هغه دی چې پرته له کوم امتیاز نه ایران ته ځي.
که څه هم د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د هلمند د سیند په اوبو کې د کابل او تهران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د لاسلیک شوي تړون حقونو ته ژمن دي، خو موږ باید هر څه ژر او په لنډمهال کې د خپلو اوبو مکمل کنټرول او مدیریت په لاس کې واخلو تر څو د سیند اوبو د ډېرښت پرمهال کنټرول او د کمښت پرمهال منظم مدیریت وشو کولای.
ایران د هلمند سیند په اوبو کې له خپل حق څخه په ډېره لویه کچه سیاسي ګټه پورته کوي، لکه چې ګورو پدې وروستیو کې ایران خپل د چاپېریال ساتنې رییس د حقابې د موضوع پر سر د بحث لپاره افغانستان ته رالېږلی و.
که څه هم ددې ستونزې د حل په موخه د دې ډول پلاوي او دغه ایراني مقام راتلل د هلمند د اوبو د تړون پر بنسټ بالکل نامناسب و؛ ځکه دا ډول چاره د هلمند معاهده په غیر مستقیم ډول ګواښي، چې افغان لوری باید په دقت دا موضوع پام کې وساتي. د هلمند سیند د اوبو په تړون کې د جنجالي موضوعاتو د څېړنې لپاره دواړو لوریو د پلاويو د مشرۍ لپاره کمیساران ټاکل شوي دي چې د هغوی مقام، دندې او صلاحیتونه هم معلوم دي، د هلمند سیند له معاهدې هر ډول سرغړونه که لږ هم وي، په راتلونکي کې د افغانستان په زیان ده، چې باید مخه یې ونیول شي.
ایران غواړي د دې کار په ترڅ کې د چاپېریال برخه د نورو هغو په پرتله ډېره ارزښمنه وښيي او په دې کار هڅه کوي، چې په راتلونکي کې خپلو غوښتنو ته چې د چاپېریالي حقابې تر نامه لاندې یې غواړي د دې استدلال په وړاندې کولو سره پرتوګ وکړي او د تل په څېر د زور او فشار عنصر وکاروي چې نور د دې حربو وخت تېر شوی دی.
اوس که د معاهدې د تطبیق لپاره ټول سیسټمونه سم برابر شي، هغه وخت بیا د افغانستان او ایران ترمنځ ټول حساب او کتاب په اسنادو او ارقامو ترسره کېدای شي؛ ځکه د معاهدې د لومړي نمبر پروتوکول پر اساس به د تړون د اجرا لپاره کمیساران په خپلو کې منظمې غونډې کوي او موضوعات به ورو_ورو د سیاسي چینلونو پر ځای د تخنیکي چینلونو له لارې تعقیبېږي.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس