معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار کانال ریاست وایي، د غنمو له اړخه به راتلونکو دریو کالو کې ننګرهار خودکفاء کړي

د ننګرهار کانال ریاست وایي، د غنمو له اړخه به راتلونکو دریو کالو کې ننګرهار خودکفاء کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له دغه ولایت کې د کانال رییس ویلي، د کانال په ۴ ګونو فارمونو کې پر ۲۲ زره ۲۹۲ جريبه ځمکه باندې سږ کال غنم کرل شوي.

د نوموړي په خبره د کانال ریاست پر ځمکو کرل کېدونکي غنم به راتلونکو دریو کالو پورې ټول ننګرهار د غنمو د اړتیا په برخه کې خودکفاء کړي.

کانال ریاست د دې ترڅنګ د کرنې میکانیزه کولو لپاره په خپلو امکاناتو او همدارنګه د اجاره لرونکو او کرنیزو شرکتونو سره په همکارۍ نږدې ۸ زره جریبه ځمکې باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کښت کړي، چې د اټکل له مخې به ترې له اووه نیمو څخه تر اته زره ټنو پورې غنم ترلاسه شي.

د کانال پر ځمکو د غنمو کروندګر هم د اصلاح شوي تخمونو له امله خپلو حاصلاتو ته هیله مند دي.

جلال آباد ښار کې د غله جاتو پلورونکي هم د غنمو د بازار ښۀ کېدو له امله خوښ دي.

ننګرهار کانال ریاست ۱۱ زره ۳۰۰ هکتاره ځمکه لري، چې د مسوولینو په وینا ۹۰ سلنه ځمکه یې د کر او پاتې لس سلنه یې د صنعتي چارو لپاره عملاً برابره کړې ده.

د ننګرهار کانال ریاست ځمکو باندې د غنمو ترڅنګ زیتون، ستروس، شولې، ګني، جوار، خټکي، هندواڼې، حبوبات او نور صنعتي نباتات کرل کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس