معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال درې ورځنی کنفرانس پای ته ورسید

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال درې ورځنی کنفرانس پای ته ورسید

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه نړیوال کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شو، د درې ورځو پرمهال په کې د هېواد دننه د پوهنتونونو استادانو ترڅنګ د بهرنیو پوهنتونونو یو شمېر پروفیسرانو هم ګډون کړی و.

دوی د اقلیم بدلون په تړاو ۱۴۰ برابر شوې مقالې د یادو ورځو پرمهال وړاندې کړې.

د ننګرهار پوهنتون مسوولینو د دغه کنفرانس په پای غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د اقلیم په اړه دې له افغانانو سره د مور او مېرې چلند نه کوي.

د اقلیم بدلون په دغه علمي کنفرانس کې راغلو بهرنیو استادانو یاد جوړ شوی کنفرانس بریالی وبله او له نړیوالو یې غوښتنه وکړه چې د اقلیم بدلون برخه کې افغانستان له پامه ونه غورځوي.

د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو په وینا د ننګرهار پوهنتون د ۶۰ کلن کېدو په ویاړ به هر یو کال وقفې وروسته د اقلیم بدلون برخه کې دا پوهنتون د دغه ډول نړیوال کنفرانس کوربه وي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس