معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د نرخونو کنټرول، د هېواد والو ستونزې او لارې چارې یې!

د نرخونو کنټرول، د هېواد والو ستونزې او لارې چارې یې!

افغانستان چې د غذايي توکو د تولید په برخه کې لا د ځان‌ بسیاینې تر کچې نه دی رسېدلی، د خپلو اړتیاو ډېره برخه خوراکي توکي له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو واردوي چې له همدې امله دلته د خوراکي توکو بیې په مستقیم ډول د نرخونو له ټاکلو پالیسیو او د نورو هېوادونو له خوا د اخیستل کېدونکو مالیاتو او ټکسونو سره تړلې وي.
بل خوا دا هم ځان ته یو ځانګړی مهارت غواړي چې په داسې یوه هېواد کې دې د خوراکي توکیو بیې کنټرول او نورې چارې سمې مدیریت شي چې د تاریخ په اوږدو کې یې حریصو ګاونډیو له اوبو نیولې تر معدنونو هر ډول مادیاتو او معنویاتو ته سترګې پټې کړې وي.
له نېکه یا بده بده مرغه دغه له تېرې یو څه مودې راپدېخواه دا مهارت اوسنیو افغان واکمنو له ځان نه ښودلی خو دا هرڅه د بریالیتوب تر کچې رسول ډېر کار غواړي.
متأسفانه په تېر شل کلن جمهوریت کې حتٰی ښاروالیو دا خپل مسؤولیت نه ګاڼه چې ګوندې نرخونه دې همکنټرول کړي او بهانه یې هم دا وه چې د آزاد بازار اقتصادي سیسټم یې نافذکړی او نور یې دوی په کنټرول کې مسؤولیت نه لري،خو اوس بیا ښه ده ښاروالۍ په چټکۍ هڅې پیل کړې چې بازار کنټرول کړي او سوداګر خپل سریو ته پرېنږدي.
په هېواد کې د جمهوریت تر سقوط وروسته په لومړیو کې چې کله سیسټم نوی ؤ، د خوراکي توکو بیې په خپلسرې او بې سارې بڼه لوړې شوې او افغانان یې له سخت کړاو او تکلیف سره مخ کړل.
خو د وخت په تېرېدو بیا د توکیو نرخونه مهار او په حاضر وخت کې د اوړو،غوړو او نورو خوراکي توکو نرخونو ته که وګورو نو تقریباً نیم په نیمه بېرته ارزانه شول چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو دې کنټرول شویو نرخونو ولس خوښ کړی، خو تر څنګ یې د دغو نرخونو د دوامداره کنټرول غوښتونکي هم دي.
اوس پوښتنه دا ده چې په بازار کې د نرخونو دوامداره کنټرول لپاره سرپرست افغان حکومت ته څه کول په کار دي؟
تر هر څه لومړی د نرخونو د دوامداره کنټرول لپاره باید د غنمو په څېر د هغو داخلي کرنیزو محصولاتو د قاچاق مخه ونیول شي چې هېواد کې یې اړتیا ډېره ده چې له نېکه مرغه پدې وروستیو کې اړونده حکومتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې له هېواده بهر به د غنمو د یوې دانې قاچاق کېدو ته هم اجازه ورنه کړي، چې که دا هوډ عملي شي ورو – ورو به د اوړو له اړخه د افغانستان اتکاء پر بهرنیو هېوادونو راکمه کړي.
دوهم د کرکیلې لپاره د غنمو او نورو کرنیزو برخو اصلاح شوي تخمونه دي، چې پر مټ یې بزګرانو ته له کمې ځمکې ډېر حاصلات لاس ته ورشي. درېیم دې اوبه منظم مدیریت شي، لکه څنګه چې په دې برخه کې هڅې روانې دي او کېږي، خو باید سرعت ورکړل شي.
څلورم دې هېواد کې د غنمو لپاره باید زېرمې او د نورو حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شي، چې خوشبختانه د کرنې وزارت د مسؤولینو په وینا پر جوړښت یې کار په چټکۍ سره روان دی. د دې زېرمو جوړېدل به له یوه اړخه د اوړو په برخه کې پر نورو هېوادونو د افغانستان تکیه لا نوره راکمه کړي او له بل اړخه به ترکاري او سبزیجات په ارزانه بیه د موسم له په پام کې نیولو پرته ترلاسه کېږي.
پنځم ګام هم پدې لار کې د احتکار مخه نیول دي، چې پرمټ یې یوه ډله خلک له ګناه او نور ولس له قیمتۍ وژغورل شي.
بل اړخ ته په شپږمه درجه کې باید پر هغه وارداتي توکیو ګمرکي محصول لوړ شي چې دلته په هېواد کې تولیدېږي او زمونږ بزرګر هېواد وال پرې زحمت باسي.
اووم دې، هر سوداګر تعقیب شي چې که چېرې په لوی لاس د خوراکي توکو قیمتونه لوړوي او د ملت څخه بې پروا یوازې خپلې ګټې ته ناست وي، باید وپېژندل شي او قانوني چلند دې ورسره وشي.
په اتم ګام کې دې د نرخو ټاکلو لپاره ګډ کمېسیونونه جوړ شي، چې هر کمېسیون په خپله برخه کې په چټکه او جدي توګه خپلې چارې مخته یوسي.
دا او ځینې نورې کړنې هغه څه دي چې کېدلای شي، په دوامداره توګه پرې هېواد کې نرخونه کنټرول شي او په دې توګه د دې چارو ترسره کېدل هغه زېري دي، چې له کلونو راهیسې ورته د هر افغان دوه سترګې څلور وې.
بل خوا دا هم په ډاګه ده چې یوازې حکومت هم نشي کولی، نرخونه منظم مدیریت کړي او باید ولس او سوداګر ورسره په ګډه د یوه مثلث په شکل یو خوله شي. همدا درې خواوې د نرخونو کنټرول او تنظیم هڅه په یقیني توګه اغېزناکه کوي او که دا درې خواوې سره یو شي، نه به انحصار پاتې شي او نه هم احتکار.
څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې د خوړو او درملو ملي اداره د نرخونو د کنټرول لپاره داسې یو سافټویر جوړوي، چې د درملو نرخونه به په کې ثبت وي او د بار کود سکن کولو سره به یې ټول اړخونه خلکو ته معلومیږي چې دا په خپل وار دا ډېره ګټوره چاره ده چې له ولس سره به ډېره مرسته وکړي. په یقین سره ویلای شو چې د دې لارو په عملي کولو سره به یې اقتصادي ستونزې تر ډېره حده حل شي او غربت به ورو_ورو له منځه لاړشي.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس