معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د نجونو زده کړو ته اجازه؛ یوه پراخه ملي غوښتنه!

د نجونو زده کړو ته اجازه؛ یوه پراخه ملي غوښتنه!

رسنیو رپورټ ورکړی چې یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو د کابل په سپېدار ماڼۍ کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان اوسني حکومت له چارواکو غوښتنه کړې تر څو په هېواد کې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان له څلور دېرش ولایتونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او حکومتي چارواکو ګډون کړی ؤ او په غونډه کې دغو علماوو او قومي مشرانو د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو تر څنګ په حکومت کې د متخصصو کادرونو د ګومارل کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، یادو قومي مشرانو او علماوو د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندو دروازو د پرانیستنې غوښتنه وکړه او پدې اند وو چې په هېڅ صورت باید یو ځل بیا بهرنیانو ته په افغانستان کې د مداخلې او توطئې زمینه برابره نه شي.

پداسې حال کې چې تر دوه کلونو زیاته موده وشوه چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي، په وار وار دیني عالمانو، روحانیونو او قومي مشرانو له اوسني افغان حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو د نجونو د زده کړو په وړاندې شته خنډونه لرې کړې تر څو په اوسني افغان حکومت کې دغه شته ستونزه حل کړي او پرېږدي تر څو افغان نجونې د اسلامي شرایطو په برابرېدو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د اوسني حکومت په اړه د خلکو په ذهنونو کې دغه شته ستونزه هم پای ومومي.

په تېرو څه باندې دوه کلونو کې چې د افغانستان حکومت دغه بندیز لګولی، په کور د ننه او له هېواد څخه بهر افغانانو او د اسلامي نړۍ ګڼو عالمانو، مخورو او سپین ږیرو له حکومت څخه غوښتنه کړې تر څو پدې اړه شته خنډونه لرې او افغان نجونې او مېرمنې پرېږدي چې د اسلامي اصولو او شرایطو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

پدې تړاو له پیل څخه تر ننه ګڼ بحثونه شوي او بېلابېلو علماوو، پوهانو او آن د اسلامي نړۍ برجسته دیني او سیاسي کادرونو د افغانستان له حکومت څخه غوښتې تر څو دا ستونزه ختمه کړي او د دې زمینه دې نه برابروي چې پدې نامه بهرنیان زمونږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.

په کور د ننه په افغانستان کې هم علماوو، پوهانو او آن په خپله د افغانستان د اوسني حکومت لوړ پوړو چارواکو لکه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي دا غږ اوچت کړی او د نجونو پر مخ یې دزده کړو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده، خو د دې ټولو سره تر اوسه نه دا ستونزه حل شوې او نه یې په اړه کومه مشخصه نېټه په ګوته شوې چې دا ستونزه به کله حل کېږي.

پدې لړ کې ځیني رسنۍ د افغان حکومت د ویاندویانو له قوله د ستونزو د حل د وعدې تر څنک داسې خبرې هم اوریدل کېږي چې ګواکې پدې تړاو د افغانستان د علماوو تر منځ د نظر اختلاف دی او حکومت نه غواړي د علماوو تر منځ د نظر اختلاف په شتون کې پدې اړه کوم ګام پورته کړي.

اما د دې ټولو سره سره تر دوه کلونو زیاته موده وشوه چې افغان نجونې د منځنیو او لوړو زده کړو په اړه له خپل اسلامي او ملي حق څخه محرومې دي او پدې تړاو د هېڅ ډول رڼا څرک نه تر سترګو کېږي.

پدې کې هېڅ شک نشته چې په ډېرو مسایلو کې به دیني عالمان له یوه بل سره د نظر اختلاف لري خو د دې ډول ستونزو او اختلاف د حل لپاره هم لارې شته چې کارول یې نه دومره ګران دي او نه له امکان څخه وتلي.

بل خواته که د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي نړۍ د برجسته عالمانو او پوهانو نظرونه سره را ټول کړای شي او په اړه یې بحث او څېړنه وشي یقیني خبره ده چې د نړۍ مطلق اکثریت دیني عالمان او پوهان به د نجونو د زده کړو او هغوی ته د لازمو شرایطو د برابرولو په تړاو واضح او څرګند دریځونه لري او په وار وار د رسنیو له لارې دا نظرونه منعکس شوي هم دي.

پدې تړاو دا ټکی هم باید یاد وساتو چې د دې بندیز دوام بهرنیانو ته د بې ځایه او غیر قانوني مداخلې او لاسوهنې لار برابروي چې تېرو ترخو تجربو ته په پاملرنې سره یې باید مخه ونیول شي.

ځکه نو د افغانستان دیني عالمان، پوهان، مخور او سپین ږیري هم له حکومت څخه غوښته لري تر څو نور دغه ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي او پدې توګه د خوار او جګړه ځپلي هېواد تر نیمایي زیات وګړي باید نور له زده کړو محروم پاتې نه شي.    پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس