معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د نا امنیو په شتون سره پاکستان کې نن عمومي ټاکنې کیږي

د نا امنیو په شتون سره پاکستان کې نن عمومي ټاکنې کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې نن د ملي او ایالتي پارلمانونو د غړیو د ټاکل کېدو لپاره عمومي ټاکنې کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د دې ټاکنو امنیت لپاره به له افغانستان او ایران سره د پاکستان پولې د بار وړونکو موټرو او پیاده تګ – راتګ پرمخ تړلې وي او له ټاکنو وروسته به د جمعې پر ورځ د فبرورۍ په ۹مه نېټه بېرته دغه لارې پرانیستل شي.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې د اسلام آباد له ۶ زره ۵ سوه پولیسو ورها خوا د لا ډاډمن امنیت په موخه یې زر اېف سي ملېشه ځواکونه او شاوخوا ۱۵ سوه نوي پوځيان هم په دندو ګمارلي دي.

د پاکستان پارلماني ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې کیږي، چې د نا امنۍ ګڼې پېښې ورسره ملې وي.

د ټاکنو د کېدو له خبرو سره هم مهاله د پاکستان د حکومت مخالفو وسلوالو د دغې پروسې د ګډوډۍ ګواښ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې په ټاکنو کې له ګډونه ځان وساتي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس