معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د منظور پشتین د نیول کېدو په غبرګون کې نن ښایي ټول پاکستان کې اعتراضونه وشي

د منظور پشتین د نیول کېدو په غبرګون کې نن ښایي ټول پاکستان کې اعتراضونه وشي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په چمن کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د چمن ځایي امنیتي مسوولینو هم د نوموړي د نیول کېدو خبر تایید کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د نوموړي د هر څه ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.

منظور پښتین د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي و، چې د سه شنبې په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه واخلي.

پشتین تېره اوونۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې ویلي وو، چې د پښتونو سياسي مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون وکړي او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت ووهي.

د منظور پښتین نیول کېدو په دغه هېواد کې د ګڼ شمېر خلکو غبرګونونه را پارولي او ښایي چې نن په ټول پاکستان کې د دغه غورځنګ د پلویانو لخوا د نوموړي د خلاصون لپاره پراخ اعتراضونه ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس