معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې د بشري وقفې غوښتنه کړې ده.
دوی د هغه پریکړه لیک له مخې چې د دې شورا دولسو غړیو ورته بیګا شپه ناوخته مثبتې رایې ورکړې، په غزې تړانګه کې د مرستې رسولو په موخه د یوې داسې وقفې چې څو ورځې دوام وکړي، غوښتنه کړې.
د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او برېټانیا چې درې واړه د امنیت شورا دایمي غړي او د ویټو حق لري، دې پریکړه لیک ته چې مسوده یې د مالتا له خوا وړاندې شوې وه، له رایې ورکولو ډډه کړې.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې اسراییلي ځوکونو په خپلو روانو بریدونو کې تر اوسه نږدې ۱۲ زره بې دفاع فلسطیني وګړي وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس