معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌ لیک تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازولۍ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د افغانستان وضعیت د خپلواکې ارزونې د پلي کولو په موخه وړاندیز شوی و.

د راپور پر بنسټ دغه ارزونه تېره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلی اوغلو لخوا یادې شورا ته وړاندې شوې وه.

د راپور پر اساس یادې استازولۍ لیکلي، دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو ټول غړي او نور ونډه وال هڅوي، چې له افغانستان سره په همغږي ډول نړیوال تعامل زیات کړي.

د دې پروسې موخه دا ده چې افغانستان له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه یو ځای شي.

هېره دې نه وي چې دې پرېکړه لیک ټول ټال ۱۳ مثبتې رایې اخیستي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس