معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د ماشومانو د نړیوالې ورځې لمانځل او دوه ګوني غولونکي شعارونه!

د ماشومانو د نړیوالې ورځې لمانځل او دوه ګوني غولونکي شعارونه!

پرون د زېږدیز کال د نومبر شلمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نامه ولمانځل شوه،
دا ورځ له ۱۹۹۰ کال راپدېخواه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ لخوا د ماشومانو د حقونو د اعلامیې او کنوانسیون په مناسبت د ماشومانو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي. د رسنیزو راپورونو له مخې په نړیواله کچه د دې ورځې د لمانځلو موخه دا وي تر څو په نړیواله کچه د ماشومانو پوهاوی لوړ او د دوی د ژوند ښه کولو او هوساینې د ډېرولو په موخه هڅې وشي. د انترنټي سرچینو له مخې په ۱۹۵۹ زېږدیزکال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو اعلامیه چمتو کړه او په ۱۹۸۹ زېږدیزکال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتو سازمان عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو کنوانسیون هم برابر کړ.
که څه هم د ماشومانو د نړیوالې ورځې په څېر ډېرې داسې ورځې زمونږ او نړۍ په تقویم کې شته چې مونږ یې هم یا د خپلې خوښې په اساس یا له نورو سره د سیالۍ برابرولو په موخه لمانځو او پرته لدې چې د هغې ورځې پر اهمیت او یا ضرورت ځان پوه کړو له نورو سره یوځای مونږ هم لاسونه پړقوو او هڅه مو دا وي چې باید له دغه سیالۍ مونږ هم وروسته پاتې نشو، خو سږ کال د ماشومانو نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې نه ماشومان او نه هم لویان یو هم خوندي نه دي.
د همدې ورځې په مناسبت ځینو نړیوالو رسنیو او انټرنټي شبکو بیا هم د افغان ماشومانو پر بد وضعیت او له ځینو حقونو څخه د محرومتیا چیغه پورته کړې وه او بیا یې هم هماغه استعماري او شیطانې موخې را وړاندې کړې وې چې ګواکې افغان ماشومان له خپلو ځینو حقونو محروم دي، خو هېچا هم دا خبره ونکړه چې همدا نن په فلسطین کې د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ او د هغوی په همکارۍ هره ورځ زر هاوو فلسطیني ماشومان ولې وژل کېږي او د ماشومانو د حقونو دغه درواغجن مدعیان ولې هلته زړه نه سوځوي؟
د افغان ماشومانو خراب وضعیت او له خپلو ځینو حقه حقونو څخه د هغوی محرومیدل پرته له شکه د هر بادرده با درکه افغان وګړي لپاره د اندېښنې وړ خبره ده خو په څنګ کې یې باید دا هم هېر نه کړو چې د غم ځپلیو افغان ماشومانو دا وضعیت نه نوی دی او نه هم د نن ورځې خبره ده.
افغان ماشومان او آن د دې غم ځپلي هېواد لویان، ښځې او سپین ږیري هم له لسیزو را پدیخواه د پردیو له خوا د تپل شوې جګړې له امله، نه یوازې له خپلو حقونو محروم دي چې آن د انساني ژوند لومړني حقونه او امکانات هم ترې اخیستل شوي دي.
له افغانستان هم ور ها خوا په ګرده اسلامي نړۍ کې چې نن د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د مزدورو کړیو له خوا پر مسلمانو ولسونو کومه ناروا او نابرابره جګړه تپل شوې ده او د ‍ هغې له امله چې د دغو هېوادو ولسونه او په تېره بیا ماشومان په کوم ډول کړاو، درد او رنځ زغمي او ګالي یې، د هغې پوښتنه باید له چا څخه وشي؟
همدا اوس چې په فلسطیني ځمکه د بشري حقونو او ډېموکراسۍ د نړیوال علمبردار (امریکا) په مستقیم ملاتړ او همکارۍ د اسراییلو له خوا کوم ناتاړ جوړ دی او د نړیوالو رسنیو د ورځنیو راپورونو پر بنسټ د اسراییلي ظلم او وحشت د قربانیانو تر ټولو ستره برخه هم ماشومان دي، ولې د ماشومانو د حقونو دغه درواغجن مدافعین پرې غلې دي؟
دا او دې ته ورته نورې ورځې چې عموماً د لویدیځوالو له خوا د یوه زېږدیز کال په اوږدو کې ځای پر ځای شوې او په ښو القابو او غوړو نومونو د لویدیځ د دوه مخې ډېموکراسۍ تر سیورې لاندې یادېږي او لمانځل کېږي نور د نړۍ په مظلومو هېوادونو کې خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او نور دغه غولونکي شعارونه نشي کولای د ويښتابه او بیدارۍ پر لور روان ولسونه تېر باسي.
پر لویدیځ د واکمنو ټولګیو کړنو او د هغوی د دوه ګونو معیارونو له امله د اوږدې مودې راپدیخواه دغه ډول شعارونو خپل رنګ بایللی دی او نور په آزاده نړۍ او په تېره بیا په اسلامي هېوادونو کې هغه اهمیت نه لري چې لویدیځوال یې غواړي.
په فلسطین کې تر وروستۍ جګړې او په ترڅ کې یې پر مظلومو فلسطیني وګړو او په تېره بیا پر ښځو او ماشومانو د امریکا او اسراییلو تر وحشیانه بمبارۍ او په ترڅ کې یې هره ورځ د زر هاوو ماشومانو وژل کېدو او د هغوی د خوارو او کوچنیو بدنونو ټوټه کېدو ترپخوا زیات دغه شعارونه او د تش په نامه ورځو لمانځل بې رنګه کړل او د رنګینو شعارونو تر شاه پټ تریخ حقیقت یې لا ښه په ډاګه کړ.
له همدې امله به ښه دا وي چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نامه د یوې ورځې تر شعاري لمانځلو په ټوله نړۍ او په تېره بیا په اسلامي هېوادو کې د ماشومانو وضعیت ته پاملرنه وشي او پر اسلامي هېوادو د جګړې پر بل کړي اور اوبه وپاشل شي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس