معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د قطر دوهمه ناسته؛ زمونږ برخلیک د چا له خوا ټاکل کېږي؟

د قطر دوهمه ناسته؛ زمونږ برخلیک د چا له خوا ټاکل کېږي؟

پدې وروستیو څو کلونو کې د قطر عربي هېواد د افغانستان په تړاو د پرله پسې ناستو، مجلسونو او کنفرانسونو کوربه وي چې کله نا کله داسې ګومان پیدا کېږي چې دا عربي هېواد هم هماغه رول لوبوي چې په اتیایمه او نویمه زېږدیزو کلونو کې زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان د افغانستان په تړاو درلود او همغسې هلې ځلې او هڅې یې درلودې او تقریباً د افغانستان په تړاو هره وړه او غټه ناسته به یا په پاکستان کې جوړېده یا به پاکستان پکې تر نورو مهم رول درلود.

د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنې په ورځو کې د دوهم ځل لپاره د قطر هېواد پلازمېنه دوحه یو ځل بیا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان تر سرپرستۍ لاندې د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه ؤ چې تېر ځل د غونډې جوړونکو ونه غوښتل په افغانستان کې د حاکم دولت استازي غونډې ته ور و بولي او دا ځل بیا د افغانستان اوسني حکومت په خپله د دوی یو لړ شرطونو د نه منل کېدو له امله و نه غوښتل په یاده دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د غونډې په پای کې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي “آنتونیو گوترش” د قطر د وروستۍ ناستې په پای غونډه کې په افسوس سره وویل چې که طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، لا به ښه وای خو دا یې هم زیاته کړه چې: “نه ګډون یې د دې ناستې پایلو ته وېجاړونکې نه دی”

دا چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتو سازمان تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په اړه په جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته کې کوم بحثونه وشول او څه مسایل مطرح شول اوږد بحث دی چې نړیوالو رسنیو د خپلو خبریالانو له قوله او هم د افغانستان د چارو له یو شمېر افغانو او نړیوالو شنونکو سره په بحثونو کې هم څېړلي او ارزولې دي.

خو دا چې دا ډول غونډې او ناستې به تر کومه د افغانستان د اوږدې کشالې لپاره ګټورې وي او پدې ډول غونډو کې به د افغانستان د واکمنې ډلې نه ګډون د دې غونډو او ناستو پر پایلو څومره اغېز ولري، شاید لږ څېړنې او ارزونې ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې نېټې تر کمونیستي کودتا وروسته دغه غلط رواج کښېودل شو چې په اکثره نړیوالو ستیژونو، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې نورو د افغانستان استازیتوب پیل کړ.

په یاد مو دي چې کله د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه په افغانستان کې له یوې نا پتیل شوې جګړې سره مخ شول او بل اړخ ته په نړیواله کچه پرې سیاسي فشارونه زیات شول نو په جینیوا کې یې له پاکستان سره خبرې اترې پیل کړې او له افغانستان څخه د وتلو لپاره یې د اسلام آباد لمنه نیولې وه، پداسې حال کې چې د افغاني مجاهدینو بېلابېلې ډلې په افغانستان او ایران کې پرتې وې او د افغانستان په داخل کې یې له یرغلګرو سره جګړه پر مخ بیوله او دا کیسه د افغانستان په اړه په اکثره جوړیدونکو ناستو او غونډو کې د تاریخ په اوږدو کې همداسې تکراریږي.

دا ځل په قطر کې هم همدې ته ورته کیسه وه، د افغانستان پر ۹۹ سلنې خاورې حاکم نظام او حکومت په هغه ناسته کې ګډون نه درلود چې د افغانستان د برخلیک په اړه جوړه شوې وه، برعکس هغه ډلې ټپلې چې نه یې په افغانستان کې د فزیکي حضور کوم اثر لیدل کېږي او نه یې هم د سیاسي اثر او نفوذ کوم درک لګېږي.

سمه ده چې د افغانستان اوسنی حکومت د بل هر حکومت په څېر ځان ته ستونزې او نیمګړتیاوې لري او هېڅ څوک دا ادعا هم نشي کولای چې سل په سلو کې بریالی دی خو دا هم واقعیت دی چې په نژدې یوه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره داسې حکومت پر افغانستان حاکم دی چې د هېواد پر نهه نوي سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لري او واک چلوي.

خو د دې تر څنګ دا هم ده چې افغان حکومت چې له بهر څخه له هر ډول ستونزو او ګواښونو سره مخ دی باید په کور د ننه د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او داسې فضا جوړه کړي چې د هر ډول بهرني ګواښ پر وخت خلک د هغوی په ملاتړ آواز پورته کړي.

دا هم باید په یاد ولرو چې نن په کور د ننه د افغانانو یوه ستره او اساسي غوښتنه د نجونو د زده کړو د زمینې برابرول دي چې د افغانستان اوسني حکومت له وار وار ژمنو سره تر اوسه نده عملي کړې.

په هر صورت خبره دا ده چې د افغانستان په اړه هر ډول جوړیدونکې غونډه او ناسته هغه وخت ګټوره او مؤثره تمامیدای شي چې د افغانستان اغېزمن او په صحنه کې د فعال حضور درلودونکي قوتونه پکې ګډون ولري، نه له هېواد څخه تښتیدلي او په بهر کې نارې وهونکي سیاسي شخصیتونه. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس