معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د شهباز شریف بیا واک ته رسیدل او زمونږ سره یې دوه اړخیزې اړیکې!

د شهباز شریف بیا واک ته رسیدل او زمونږ سره یې دوه اړخیزې اړیکې!

 

په پاکستان کې د څو اونیو وړاندې تر ټول ټاکنو وروسته، پرون د دغه هېواد د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او پخواني سیاستوال او پانګوال شهباز شریف د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه د خپلې دندې لوړه ترسره کړې ده.

د رسنیزو ربوټونو له مخې پرون د روان زېږدیز کال د مارچ په څلورمه نېټه، د پاکستان ولسمشر عارف علوي پداسې حال کې چې د غه هېواد اوسني موقت لومړي وزیر انوار الحق کاکړ او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو حضور درلود، شهباز شریف ته لوړه ورکړه او پدې توګه نوموړی د پاکستان د نوي صدراعظم وټاکل شو.

شهباز شریف تر دې وړاندې کله چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او ددې هېواد د کرکټ پخواني ستوري عمران خان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال د دغه هېواد پر ټولو سپینو او تورو حاکم پوځ له مخالفت سره مخ او له دندې ګوښه کړای شو، له ځینو نورو ګوندونو سره په ګډه یو سیاسي ایتلاف جوړ کړ او د دغه هېواد لومړی وزیر شو، پداسې حال کې چې ګڼ کلونه یې د خپل ورور نواز شریف د صدراعظمۍ په موده کې د دې هېواد د ستر او مقتدر ایالت پنجاب واکمني هم په لاس کې درلوده او هغه واکمني بیا له خپل تل پاتې سیاسي حریف( پیپلز پاړتۍ) سره په ګډه د ټول ټاکنو تر ترسره کېدو لږ وړاندې پورې اوولس میاشتې دوام درلود او هلته یې بیا هم د پوځ تر مستقیم اشراف لاندې  د یوې ناپیژندل شوې څېرې انوارالحق کاکړ په مشرۍ یوه لنډ مهالي حکومت ته د چارو واګې پرېښودې.

شهباز شریف تېره ورځ د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه تر لوړې وروسته په خپله لومړۍ وینا کې تر ډېره بریده هماغه خبرې تکرار کړې چې له وړاندې معلومې وې او په تېرو څو دورو کې د دې هېواد ټول سیاسي مشران کله چې د چارو واګې ترلاسه کړې، د طوطي په څېر هغه تکراروي.

نوموړي د دې هېواد پارلمان ته د نوي صدارعظم په توګه په وینا کې وویل چې د خپل هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي ستونزې به هواروي او په خبره یې د پاکستان ګټې به ورته تر ټولو زیات ارزښت لري او دده په خبره هېڅکله به د غچ اخیستنې سیاست پلوي ونکړي.

دا چې د شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوی حکومت به په دغه هېواد کې له شته ګڼو اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره څه ډول مقابله وکړي او د دغه هېواد شړیدلې چارې به څه ډول را سمبال کړي، دا به تر ډېره پورې راتلونکې ښه روښانه کړي، خو هغه څه چې اوس د پاکستان له روان وضعیت او پر دغه هېواد د حاکمو پوځي حلقو له وضعیت څخه ښکاري داسې ډېره تمه نه کېږي چې شبهاز شریف او ورسره متحدین به یې وکولای شي د دې هېواد د شړیدلي سیاست بېړۍ د نجات کوم ساحل ته ورسوي.

بل اړخ ته درسنیزو راپورونو له مخې شهباز شریف ددې هېواد د بل لوی سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ سره د داسې یوې هوکړې پر بنسټ د دې هېواد د صدارعظم په توګه ټاکل شوی چې له مخې به یې د پاکستان د خلکو ګوند( پیپلز پارټۍ) مشر آصف علي زرداري ته د دې هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب چانس برابروي.

اوس دا چې د پاکستان د دوه مشهورو سیاسي ګوندونو دغه جوړجاړی او اتحاد به د دغه هېواد د مقتدرو پوځي او استخباراتي حلقو تر اشراف لاندې، په دغه هېواد کې د ګڼو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګواښونو سره تر کومه مقابله وکړای شي او آیا د پوځ تر اشراف لاندې دا ملکي حکومت به وکولای شي د خپل واک قانوني موده پوره او تر راتلونکو ټولټاکنو پورې دوام وکړي که نه، تراوسه څرګنده نده، اما دلته اوس اساسي پوښتنه داده چې د ګاونډیانو په تېره بیا له افغانستان او هند سره به د اسلام آباد اړیکې او د دغه دواړو ملکونو په اړه به د پاکستان د نوي حکومت او ښاغلي شهباز شریف سیاست څه ډول وي او آیا پدې اړه به کوم بدلون راشي او که نه؟

دا هم جوته ده چې د ګاونډیانو او په تېره بیا افغانستان او هند  په تړاو د پاکستان د هر حکومت سیاسي کړنلاره د دغه هېواد د پوځي کړیو یا د پاکستاني رسنیو په خبره ” ستیبلشمنټ” له خوا ټاکل کېږي خو دا هم جوته ده چې په سیمه او په تېره بیا په پاکستان کې د روانو نا امنیو لړۍ به اجازه ورنکړي چې د پنجاب دغه بزنس مین سیاستوال دې په آرامۍ د خپل واک موده پوره کړي.

اما ددې ټولو سره سره باید منتظر شو او حالاتو ته وګورو چې د پاکستان د مقتدرو پوځي او سیاسي حلقو تر اشراف لاندې د دې هېواد سوداګر سیاستوال څه کوي او په مخ کې ورته پرتې سل ګونه سیاسي او پوځې ننګونې او په ترڅ کې یې د کابل- اسلام آباد ترینګلې اړیکې څه ډول رانغاړي؟ “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس