معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د سیاسي جوړ – جاړي په موخه د سهار خبرو – اترو په نوم یو مرکز په فعالیت پيل کړی

د سیاسي جوړ – جاړي په موخه د سهار خبرو – اترو په نوم یو مرکز په فعالیت پيل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هېواد کې یو شمېر سیاسي څېرو په لومړي ځل د سرپرست حکومت، ولس او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو – اترو لپاره د ډیالوګ مرکز پرانیستی.

د خبر پر بنسټ، د یاد مرکز مسوولینو ویلي چې دغه مرکز کولای شي د سرپرست حکومت، ولس او همدا راز د نړیوالې ټولنې ترمنځ شته اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

بل لور ته د چارو ځينې شنوونکي د دغه مرکز جوړېدل مهم بولي او ټينګار کوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د اوسنیو ستونزو په حل کې اغېزناکې تمامېدای شي.

دغه مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو ویلي وو، چې ملي ډيالوګ ته اړتیا نشته او سرپرست حکومت تل له هېوادوالو او سیاسي څېرو سره ګوري او خبرې – اترې کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس