معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د سریلانکا خلاف شل اوریزو لوبو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان شوی

د سریلانکا خلاف شل اوریزو لوبو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

افغان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د خبر پر بنسټ، افغان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې د لوبډلې لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، اسحاق رحیمي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې راشدخان، سلیم ساپی او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې نه دي اخستل شوي.

په ورته مهال د سریلانکا کرکټ بورډ هم یادو سیالیو ته لوبډله اعلان کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبلړۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه پیلیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس