معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د روژې مبارکه میاشت او زمونږ اسلامي ټولنیز مکلفیتونه!

د روژې مبارکه میاشت او زمونږ اسلامي ټولنیز مکلفیتونه!

 

دا دی لکه چې ګورو د روژې مبارکه میاشت یوځل بیا پر مونږ او د نړۍ پر نورو مسلمانانو را دبره شوې ده او پدې توګه الله تعالی یوځل بیا خپلو بنده ګانو ته د خیرغوښتنې، عبادت کولو او له نورو مسلمانانو سره د خواخوږي، ترحم او د یوبل له حالاتو د خبرېدو زمینه برابره کړې ده.

د نړۍ د ټولو اسلامي علماوو د ګډ تعریف له مخې، د دې مبارکې مياشتې لومړۍ لسيزه د الله د رحمت، دوهمه لسيزه یې د رب العزت له طرفه د بخشش او مغفرت او درېيمه لسيزه یې هم د الله تعالی له لوري د دوزخ له اور څخه د خپلو بنده گانو د ژغورنې لسیزه ګڼل کېږي. همدارنګه د دې میاشتې په ترڅ کې چې انسان په عبادت کې څومره مشقت او زیار ګالي په هغه اندازه او تناسب یې اجر هم زیات وي، ځکه د روژې په میاشت کي په هر نیک عمل باندی الله تعالی څو چنده زیات اجر ورکوي.

د اسلامي دین د لومړنیو پېړیو تاریخ په دې شاهد دی چې تر ډېره په هغه غزاګانو کې چي مسلمانانو د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کړې، الله تعالی فتحه او نصرت ورپه برخه کړی دی او داسې روایات شته چې د اسلام ستر پیغمبر -صلی الله علیه  عليه وسلم- خوښوله چي د روژې په مبارکه میاشت کې تر نورو وختونو زیات عبادت وکړي او غوره اعمال ترسره کړي.

همدارنګه د اسلام مقدس دین د یوه اجتماعي دین او یوه نظام په توګه له خپلو پیروانو غواړي چې په ټولنه کې د مېشتو نورو وګړو له حال او احوال څخه هم باخبره وي او د خپلو بې وزلو او اړمنو بنده ګانو د لاسنیوي او له هغوی سره د مرستې او همکارۍ لپاره لاس په کار شي چې د روژې میاشت د دې کار لپاره هم تر ټولو غوره موسم دی او مسلمانو علماوو په قول، پر مسلمانانو د روژې د فرضیت یو حکمت هم په همدې کې نغښتی ترڅو مؤمن انسان د نورو له حالاتو په خبرېدو د هغوی مرستې ته را ودانګي او په ټولنه کې د اړو او محتاجو کسانو لاسنیوی وکړي.

د افغانستان فقیر او جګړه ځپلی ولس هم چې څو لسیزې پرله پسې یې د یرغلګرو سره په جګړه کې تېرې کړې تر ډېره حده د خوارۍ او مظلومیت په سیوري کې ژوند کوي، جګړو او د هغې ورانیو ډېر خلک په بېلابېلو ډولونو ځپلي، د کار او کسب زمینه یې ترې اخیستې او همدغه جګړې او ناخوالې د دې سبب شوې چې پدې خاوره په سل هاوو زره کونډې، یتیمان او نور خوار او فقیر وګړي پر ځای پاتې شي او د ژوند سختۍ ورپه غاړه شي.

دې ټولو ته په کتو اوس د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د افغاني اسلامي ټولنې پر شتمنو او بادرکه وګړو په کار ده ترڅو د خپلو دیني او اسلامي مکلفیتونو په درک سره د خپلو خوارو او بې وزله هېوادوالو لاسنیوي ته را ودانګي او اړمنو وګړو سره د مرستې او لاسنیوي له لارې هم خپله ملي وجیبه ترسره کړي او هم د خدای په وړاندې هغه مسؤولیت ترسره کړي چې د یوه شتمن او بادرکه مسلمان وګړي په توګه یې ترغاړې دی.

مونږ متأسفانه په تېر کې د دې شاهدان وو چې د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو به که یوې خواته د افغاني ټولنې یو شمېر خیرغوښتونکو وګړود خیرات او صدقاتو په ورکړې سره د ټولنې د فقیرو وګړو مرستې ته را دانګل، نو بل خوا به په عام بازار کې د خوراکي توکو بیې دومره لوړې تللې چې د عام وګړي له وس او توان څخه به بهر وې.

هغه ناوړی رواج چې دلته د آزاد بازار د اقتصادي سیسټم په نامه دلته حاکم ؤ او متأسفانه واکمنو به هم د دې سیسټم بهانه مافیایي کړیو ته د عامو او بې وزلو هېوادوالو د وینو زبېښلو زمینه برابره کړې وه، دې حد ته رسېدلی ؤ چې څه په روژه او څه په اختر کې به زمونږ عام او مظلوم هېواد وال له اقتصادي پلوه پایمال ؤ او څو تنو شتمنو به یې وینې زبېښلې.

اوس دې ټولو ته په کتو او له تېر دور څخه د پند په اخیستو که چېرې بیا هم حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې د عام ولس ستونزو او مشکلاتو ته پاملرنه ونکړي او د تېرو ناخوالو د تکرار مخه و نه نیسي، بیا به هم د هېواد والو هماغه ستونزې او کړاوونه دوام ولري، نو خوامخوا به ستونزې او مشکلات پرځای پاتې وي او عام ولس به بیا هم د روژې پدې مبارکه میاشت کې له ناخوالو سره لاس او ګرېوان وي. ځکه نو عام ولس له حکومتي مسؤولینو دا غوښتنه لري تر څو د یادو ستونزو د هوارۍ او د کړېدلي ولس د نورو کړاوونو د مخنیوي لپاره هر وخت او په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د بازار د کنټرول، د احتکار د مخنیوي او په نرخونو کې د تعادل ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس