معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره هڅې چټکې شوي

د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره هڅې چټکې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر جک اونال سره په کتنه کې د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو او د افغان روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې ټینګار کړی دی.

د روغتیا وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلي، د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول د دې وزارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې هڅې چټکې کړې دي.

بل لور ته په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د نورو مرستو ترڅنګ د روغتیایي برخه کې هم دوامدارو مرستو ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس