معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روسیې ولسمشر نن متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر نن متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵  نېټه):

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین به نن چهارشنبه د منځني ختیځ متحده عربي امارتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي.

پوتین دغه سفر په داسې مهال کوي، چې نوموړی د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا اوکراین کې په جنګي جنایتونو تورن شوی او د نیولو امر یې شوی دی، خو دا چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دواړو د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي معاهده لاسلیک کړې نه ده، نو په دې اساس یاد هېوادونه پوتین نشي نیولی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ولسمشر پوتین به په دې سفرونو کې پر دوه اړخیزو مسایلو، اسراییل او حماس شخړې او د تېلو اړوند موضوعاتو باندې بحث وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس