معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې پر انتخاباتي کارکوونکو وسلوال برید شوی

د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې پر انتخاباتي کارکوونکو وسلوال برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني سرچینو ویلي، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسلوالو له لوري د انتخاباتو یو شمېر کارکوونکي په نښه شوي دي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د دغه هېواد د پولیسو په حواله د دغې برید پخلی کړی دی.

د دوی په خبره برید کې پاکستاني ځواکونو او انتخاباتي کارکوونکو ته مرګ – ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم د یاد برید مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی، خو د حکومت مخالفو وسلوالو د انتخاباتي پروسې د ګډوډۍ ګواښ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس