معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د حج او اوقافو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته تللی

د حج او اوقافو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته تللی دی.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولینو ويلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ دغه لس کسیز پلاوی د ازبکستاني دیني عالم او د دغه هېواد د مسلمانانو ادارې د مشر، مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه تللی دی.

په پام کې ده چې په دغه سفر کې به د هېواد د علماوو پلاوی د ازبکستان د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني مرکزونو د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسوولینو سره هم په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس