معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو پر وېستلو ټینګار کړی

د ایران کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو پر وېستلو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمدي وحيدي یو ځل بیا له خپل هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو پر وېستلو ټینګار کړی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران دغه جګپوړي امنیتي چارواکي د دغه هېواد په اهواز ولایت کې محصلینو ته په خبرو کې ویلي، چې دښمن غواړي په لوی لاس مو له افغان لوري سره په جنګ واچوي.

نوموړي همدار راز ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت ترې د غیرقانوني افغان کډوالو د وېستلو په برخه کې له ایران څخه وخت غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سرپرست حکومت په شمول ګڼو نورو نړیوالو ادارو هم د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې افغان کډوال ونه باسي، خو لا تراوسه له دواړو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدنې لړۍ روانه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس