معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د ایران او پاکستان تر مینځ “درېیم” هېواد کوم دی؟

د ایران او پاکستان تر مینځ “درېیم” هېواد کوم دی؟

تېره ورځ د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د یوه ورځني سفر لپاره اسلام آباد ته تللی و، د خپل سفر په پای کې له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د نورو ډېرو خبرو تر څنګ وویل چې د ایران او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه، د دوی په خبره درېیم هېواد د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې د ځینو پاکستاني رسنیو په قول د ده پاکستاني سیال هم دا خبره ورسره تأیید کړې ده.

دواړو ګاونډيو هېوادونو چې څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، د تاریخ په اوږدو کې خپل مینځي اړیکې ښې درلودلې او آن د ایراني رسنیو په قول له بریتانوي هند څخه د پاکستان د بېلېدو پر وخت ایران له هغه لومړنیو هېوادونو څخه و چې پاکستان یې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندلو.

په افغانستان کې د پرله پسې انقلابونو، نا خوالو او جګړو په تېره څه کم یوه سلیزه کې دغه دواړو ګاونډیانو چې متأسفانه دواړه له افغانستان سره هم پوله لري، دلته د جګړې د اور د تودولو او د ځان په ګټه د افغانستان له داخلي کشمکشونو څخه د ګټې اخیستنې هېڅ موقع له لاسه نده ورکړې او دلته یې د جګړې د لمبو د ژبغړانده ساتلو لپاره هر ډول هڅه او هاند کړی دی.

خو دغه دواړه هېوادونه د ګڼو اتفاقي مواردو سره سره د روان لمریز کال د مرغومي په ۲۶مه هغه وخت له یوبل سره ونښتل کله چې ایراني جنګي الوتکو او لرې ویشتونکو توغندیو د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړونده سیمه کې د جیش العدل په نامه د ایراني سني مذهبه بلوچانو یو مرکز په نښه کړ او یوه ورځ وروسته یې پاکستان هم د ځوابي اقدام په ترڅ کې د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت ځیني سیمي تر راکټي برید لاندې ونیولې او ادعا یې وکړه چې د پاکستاني بېلتون غوښتونکو بلوچانو یو پټنځای یې په نښه کړ او د دوی په اصطلاح څو بېلتون غوښتونکي بلوچان یې ووژل.

د دواړو هېوادو دغه پوځي نښتو او پر یو بل باندې تورونو د څو ورځو لپاره د دواړو هېوادو تر مینځ ډیپلوماتیکه فضا لږ خړه پړه کړه او د دواړو ملکو سفیران د څو ورځو لپاره په خپلو هېوادو کې سره تم کړای شول، خو داسې ښکاري چې ایراني لوری د ډیپلوماسۍ په میدان کې تر خپلو پاکستاني سیالانو مخکې دی، تر بریدونو سملاسي وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې او دا دی د دوه اونیو تر تېرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان اسلام آباد ته راغی او دلته یې له پوځي او ملکي لوړ پوړو چارواکو سره پر لیدنې کتنې سر بیره، د خپل هېواد د ولسمشر لپاره اسلام آباد ته د سفر په اړه رسمي بلن لیک هم ترلاسه کړ.

هغه څه چې د بهرنیو چارو د دواړو وزیرانو په خبرو او رسمي خبري ناسته کې په زړه پورې ښکاریدل د تل په څېر د ایراني وزیر دا دریځ و چې ګواکې دلته یو درېیم هېواد دی چې د تهران او اسلام آباد ترمینځ د اړیکو ترینګلتیا رامینځ ته کوي او نه غواړي دغه دوه ګاونډي یو د بل تر څنګ په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.

که څه هم ایراني وزیر په څرګنده د کوم هېواد نوم وانخیست خو د ایران بهرنۍ پالیسۍ او د دغه هېواد اړیکو ته په پام سره څرګنده ده چې د عبداللهیان مطلب امریکا دی او د ایراني واکمنو په خبره دا ستر شیطان دی نه غواړي چې د دوه ګاونډیو اسلامي هېوادو تر مینځ سوله ییزې اړیکې دوام وکړي.

پدې مینځ کې جالبه دا ده چې ښاغلی عبداللهیان د خپل هېواد دا دریځ په اسلام آباد کې او له پاکستان سره د اړیکو په تړاو مطرح کوي،په داسې یوه هېواد کې او له داسې یوه وزیر سره چې ملکي او پوځي چارواکي یې د امریکا له اجازې پرته حتی یوه مړۍ ډوډۍ هم خولې ته نشي وړلای.

که څه هم د ایران او امریکا د پټو او ښکاره اړیکو او د دواړو هېوادو د ګډو مانورو په تړاو هم ډېرې خبرې شته او رسنۍ یې په تړاو ډېر څه خپروي خو له امریکا سره د پاکستان د اړیکو او د اسلام آباد پر سیاسي او پوځي کړیو د واشنګتن د اثر او نفوذ په تړاو خو مسایل دومره واضح دي چې اوس د اسلامي نړۍ یو ماشوم هم پرې پوهېدای شي.

دې ټولو ته په کتو او د ایراني چارواکو د پراختیا غوښتنې او د خپل اثر او نفوذ کړۍ غزولو د سیاست په پام کې نیولو سره یوې خوا او پر اسلام آباد باندې د واشنګتن د ښکاره واکمنۍ کتو ته بل خوا، داسې نه برېښي چې د دواړو ګاونډیو ملکونو دا اړیکې به په همدې تودوخه پاتې شي.

دا هم باید هېر نه کړو چې اسلام آباد همدا اوس د ټول ټاکنو او یوه سیاسي بدلون په درشل کې دی او که څه هم د دغه هېواد هر ملکي حکومت د پوځ او آی اېس ای له اغېزې بهر نشي پاتې کېدای خو بیا هم د حالاتو کره تحلیل او ارزونه به هلته تر کېدونکو ټول ټاکنو وروسته دقیقه او کره وي.” پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس