معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ایران او فلسطین ستونزه؛ په الجزایر کې د عربي مشرانو په ناسته کې د بحث محور

د ایران او فلسطین ستونزه؛ په الجزایر کې د عربي مشرانو په ناسته کې د بحث محور

کابل/ګهیځ:
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د عربي ټولنې یوه چارواکي خبر ورکړی چې د عربي هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه ناسته کې به د بحث اصلي محور د فلسطین ستونزه او د عربي هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران پر لاسوهنه ورټول وي.
د دغې ټولنې د سرمنشي مرستیال حسام ذکي څرګنده کړې، چې د دې ټولنې د مشرانو ۳۱مه ناسته به د را روانې نوامبر میاشتې په لومړیو کې په الجزایر هېواد کې وشي.
د مصر رسمي خبري شبکې الشرق الوسط د نوموړي له قوله ویلي، چې دغه راز د سوریې، لیبیا او یمن بدلونونه به د دې ناستې د ګنډونوالو د بحث مضوع وي.
ذکي دغه راز زیاته کړې، چې د غونډې برخوال به د خوړو د خوندیتوب پر اغېزو، چې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته یې پراختیا موندلې، تر بحث لاندې ونیسي.
د الجزایر په سرمشریزه کې د قطر له امیر پرته د خلیج د هېوادونو مشران او د سوریې استازي چې غړیتوب یې ځنډول شوی، ګډون نه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس