معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا کانګرس عدلیې وزارت ته د ټرمپ د محاکمه کېدو وړاندیز کړی

د امریکا کانګرس عدلیې وزارت ته د ټرمپ د محاکمه کېدو وړاندیز کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
د امریکا د کانګرس ځانګړې کمېټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څېړنې کوي، تېره ورځ یې وړاندیز کړی چې د عدلې وزارت دې ټرمپ محاکمه کړي.
دې کمېټې د څه باندې یو نیم کال پلټنو په وروستۍ غونډه کې وویل چې مخکیني ولسمشر په غیر قانوني توګه پلان درلود چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ونه مني او په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې خلک تاوتریخوالي ته هڅولي و.
د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمېټې چې اووه ډیموکراټان او دوه جمهوري غوښتونکي یې غړي دي، د رایو په غوڅ اکثریت له څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکیني ولسمشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس