معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د افغانستان کرکټ ملي ټیم له ایرلېنډ څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له ایرلېنډ څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ افغان کرکټ ملي ټیم په خپل نوم کړه.

د خبر پر بنسټ، په دې لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دوهمه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېدلې وه.

په درېیمه لوبه کې بیا افغان لوبډلې د ۱۱۷ منډو په توپیر ایرلېنډ ته ماتې ورکړه، چې له دې سره دا لوبلړۍ د ۲ لوبو په ګتلو سره افغان لوبډلې په خپل نوم کړه.

په درېیمه لوبه کې محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی شو، چې په توپ وهنه کې ۴۸ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې بیا د ۱۷ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس