معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان په مینځګړیتوب د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوي

د افغانستان په مینځګړیتوب د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوي

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۹مه ۱۴۰۱):
راپورونه وایي چې د پاکستان د پوځي چارواکو او د دې هېواد د وسله والو مخالفینو تر مینځ یو ځل بیا د افغان چارواکو په مینځګړیتوب خبرې اترې پیل شوې دي.
د پاکستان حکومت د وسله والو مخالفیینو یا ټي ټي پي له خوا د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې د پولیسو د مرکز له نیول کېدو او د سرتېرو له برمته کولو وروسته د دوشنبې په ورځ د دې ډلې د استازو خبرې یوځل بیا په افغانستان کې پیل شوې دي.
د پاکستان ډيلي ټایمز ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د ګورنر د ویاند محمد علي سیف له قوله خبر ورکړی چې په بنو سیمه کې تر دې بریالي برید وروسته د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پي د مشرانو ترمنځ په افغانستان خبرې پیل شوې دي .
که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي خو د خیبرپښتونخوا د ګورنر ویاند له قوله ویل شوي چې دوی اوسمهال په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له مرکزي مشرتابه سره د خبرو په حال کې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان حکومت د دوی ترمنځ منځګړتوب کوي، مخکې له دې هم د ټي ټي پي استازو د پاکستان د پوځ له مشرانو سره په کابل کې خبرې کړي چې نتیجه یې د یوې مودې لپاره اوربند ټینګ شوی و.
د روان لمریز کال د اسد میاشتې په پیل کې د پاکستاني طالبانو مشرانو د پاکستان له حکومت سره په کابل کې تر خبرو وروسته اوربند وکړ، خو نږدې درې اونۍ مخکې ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې د دې اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې پر پوځي اهدافو حملې پیل کړي.
تر دې نېټې را وروسته د خیبرپښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې د ټي ټي پي حملو زور واخیست چې وروستۍ یې هغه و چې د یکشنبې په ماښام ناوخته د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې پر یوه مرکز وه.
افغان حکومت تر اوسه افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو او چارواکو ترمنځ د اوسنیو خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې افغان خاوره کې د هېڅ کوم بل هېواد مخالفه وسلواله ډله شتون نه لري او نه هم د دغه هېواد د وسلوالو مخالفینو او حکومت ترمنځ یې کوم منځګړیتوب کړی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس