معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له زمبابوۍ دوهمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له زمبابوۍ دوهمه لوبه هم وګټله

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) په پرونۍ یوه ورځینۍ لوبه کې زمبابوۍ لوبډلې افغانستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبغاړو په اسانۍ دغه هدف ترلاسه کړ.
ابراهیم ځدراڼ ۱۲۰ نا سوځېدلې منډې وکړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، افغانستان تراوسه ښه ځلېدلی او هیله شته چې بله لوبه هم وګټي.
له زمبابوۍ سره د افغانستان بله لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ده.
دغه لوبې د نړیوال سوپرلیګ سیالیو لپاره ترسره کېږي. د دغو لوبو په پای کې به اته مخکښ ټیمونه نېغ په نېغه د راتلونکي کال د کرېکټ نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس