معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د آسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې پرون خپلې سیالې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د راپور پر بنسټ، د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ پرون د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

راپور زیاتوي، چې په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې پرون یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې افغانستان په (B) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین ‏او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس