معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې ډک لاس هېواد ته ستنې شوې

د افغانستان د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې ډک لاس هېواد ته ستنې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي په آسیایي اولمپیکي سیالیو کې له ګډون وروسته ډک لاس هیواد ته را ستنې شوې.
د راپور پر بنسټ، د ۱۹ پړاو آسیايي سیالۍ چې د چین هېواد په کوربتوب هانګ جو ښار کې روانې دي، له افغانستانه په کې ۱۷ بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبغاړو ګډون کړی دی.
د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي لومړۍ ډله ده، چې د دریو برونزو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول.
د خبر له مخې کابل کې د دغو لوبغاړو تود هر کلی وشو.
د ووشو فدراسېون رییس ویلي، دوی به خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي، څو په راتلونکې کې یاد مډالونه په طلايي مډالونو بدل کړي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس