معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د افغانستان او هند ترمنځ نن درېیمه شل اوریزه لوبه کیږي

د افغانستان او هند ترمنځ نن درېیمه شل اوریزه لوبه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماښام شپږ بجې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کیږي.

د خبر پر بنسټ، په دې لوبلړۍ کې هندوستان د ۲ لوبو په ګټلو سره له وړاندې دا لوبلړۍ ګټلې ده.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ویلي، چې که څه هم دوی په تېرو ۲ لوبو کې ځینې نیمګړتیاوې درلودلې، خو ډېره هڅه کوي چې په دې وروستۍ لوبه کې بریا خپله کړي او هند ته په لومړي ځل ماتې ورکړي.

افغان لوبډلې تر اوسه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هندۍ لوبډلې ته ماتې نه ده ورکړې.

افغان لوبډله به د هندوستان له سفر وروسته له سریلانکا سره په راتلونکې فبرورۍ کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس